د اسیا پرمختیایي بانک به د ۱۱۵ ميلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې نوي پروژه پیل کړي.

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۰:۵۱
د اسیا پرمختیایي بانک به د ۱۱۵ ميلیونه ډالرو په ارزښت په افغانستان کې نوي پروژه پیل کړي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د افغانستان لپاره د آسیايي پرمختیایي بانک رییس ښاغلي نریندرا ‏سنګرو او ددغه بانک د کرهڼې او زېرمو د سکټور رییسې آغلې یاسمین سره د پرمختیایي پروژو د تطبیق په اړه انلاین غونډه ‏وکړه.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د اسیا پرمختیایي بانک له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یادو مرستو د افغانانو په ژوند ښه ‏اغېز کړی دی.

د دې ترڅنګ یې د کلیوالي کرنیزو ځمکو د اوبو کولو ( ‏community Driven Irrigation ‎Management ‎‏) په نوي پروژې بحث وشو.

د اسیا پرمختیایي بانک استازو وویل، دا یوه مهمه پروژه ده، چې ۱۱۵ ميلیونه ډالره اززښت لري او د کرهڼې وزارت سره ‏به په ګډه تطبیق شي او همدرنګه یې زیاته کړه، چې د پرمختیايي پروژو د تمویل په برخه کې به خپلو همکاریو ته د تیر په شان ‏دوام ورکوي‎.‎

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS