د اقلیمي بدلون په معلوماتي سیسټم کې د اړونده پروژو د معلوماتو داخلولو روزنیز پروګرام

ulfat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۰:۳۰
تدویر نشست مشورتی در مورد ایجاد شرکت‌های خدمات انرژی قابل تجدید

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي انرژۍ مارکېټ د بدلون نوښت پروژې (AREMTI) په مالي او تخنیکي مرسته د یادې پروژې د کنفرانسونو په تالار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بېلابېلو پروګرامونو استازو ته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم بدلون په ملي معلوماتي سیسټم (NCCIS) کې د اقلیمي بدلون اړوند پروژو د معلوماتو داخلولو په هکله یو ورځنی روزنیز پروګرام دایر شو. یاد سیستم د زرغون اقلیم صندوق په مالي مرسته پلې کېدونکې Readiness-II پروژې لخوا جوړ شوی دی او د اقلیم بدلون اړوند ټولو هغو پروژو معلومات باید پکې درج شي چې بشپړې شوې، د تطبیق په حال کې دي یا په راتلونکي کې پلې کېږي. یاد سیسټم د اقلیم بدلون اړوند پروژو لپاره د نه اعتراض لیک تر لاسه کولو په پروسه کې اسانتیا رامنځته کوي او په هېواد کې د اقلیم بدلون اړوند ټول معلومات به په یو ځای کې د لاسرسي وړ وي. په پام کې ده تر څو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اقلیم بدلون اړوند ټولو پروژو معلومات په نیږدې راتلونکي کې په یاد سیستم کې درج او د لاسرسي وړ وګرځي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS