په کاپیسا کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو د ۳ شبکو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په سور غونډۍ نمبر ۱ او نمبر دو او د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په مراد خواجه کلیو کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د اوبورسولو د دریو شبکو د جوړولو کار روان دی.
دا شبکې په سولري سیسټم سنبالې دي او د دریو۲۰ مترمکعبه ارتفاعي زیرمو، سولر تختې او د پایپونود شبکې درلودونکې دي.
باید ووایو چې ددې شبکو په جوړیدو سره به ۲۴۵۱ تنه د څښاک پاک اوبو ته لاسرسی ومومي.