په کاپیسا کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۱۲
تکمیل کار اعمار یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۳.۴ میلیون افغانی در کاپیسا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په بته زار کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه په سولر سیستم سنبال ده چې ۸۰۰ متره اوږدوالی، د ۱۰ متره مکعبو په کچه یو هسکه زیرمه، د احاطې دیوال، ۲۰ تختې سولرونه او ۴۳ نلکې لري.

باید ووایو چې ددې شبکې په بشپړتیا سره ۱۲۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS