په میدان وردګو کې د ۱۶.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۵:۳
په میدان وردګو کې د ۱۶.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په میدان وردګو ولایت کې د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د چک ولسوالۍ په کولک رشیدان سیمه کې د اوبو یو سر بند د ٢٣ متره په اوږد والي سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د اوبو دا سربند په سم او اساسي بڼه رغول شوی دی، چې د بند ساتلو لپاره ٣٩٣ متره محافظوي دېوال لرلو تر څنګ ځمکو ته داوبو رسولو په موخه د ٣٣٦ مترو په اوږدوالي سره یو پوخ کانال هم لري، چې له ملي بودجې پرې څه باندې ۱۶.۸ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی. د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ټولې ۱۲۳۲ کاري ورځې رامنځته شوي، چې د سیمې ګڼ شمېر تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته یې د کار کولو زمینه برابره کړې وه. د یادونې وړ ده، چې په راتلونکې کې به له دې سربند نه سلکونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې شي، چې د سیمې د اوسېدونکو په اقتصادي وضعیت کې به پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS