په زابل کې لسګونو کوچي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت دمرکز قلات ښار په دوه کیلومترۍ کې د نیمه کوچیدونکو کوچیانو لسګونو کورنیو لپاره د ۱۲متره مکعبه زیرمې په جوړولو سره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
دا زیرمه په یوه ورځ کې د ۳۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبه تامینوي اوتر څنګ یې د کوچیانو د څارویو د اوبو یو ۳۰ متري اخور هم جوړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې دا پروژه د ۶ میاشتو په ترڅ کې بشپړه شوې، او په ترڅ کې یې۱۰۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.