په خوست کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰۰ متره کانال کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت د مرکز متون اړوند د خواجه ګل کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د يوه کرنیز کانال د جوړولو چارې روانې دي. چې د ځايي خلکو۳۷۰ جرېبه کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي. په دې پروژې سره به تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۴۵۷ کاري ورځې هم رامنځته شي.