په غزني کې د یوه کرنیز کانال او د کرنیزو اوبو د ۲ زیرمو کار بشپړ
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند د سربید وسبز پوشان کلي پراختيايي شورا لخوا د څه باندې ۱.۱ میلیون افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال او د کرنیزو اوبو د ۲ زیرمو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا کانال د ځايي خلکو ۸۰ جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي. او د تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره يې ١۲۷۴ کاري ورځې رامنځته کړې وې.
