د لیتاکا پروګرام ددویم پړاو د اغیزناکتوب په اړه مشورتي ورکشاپ جوړ شو
د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د څیړنې امریت د لیتاکا LITACA ددویم پړاو د اغیزناکتوب د ارزونې تر سرلیک لاندې مشورتي ورکشاپ جوړ کړ، لیتاکا د افغان- تاجیک پولې دواړ غاړو ته په سرحدي سیمو کې د معیشیت د ودې پروژه ده.
په دې ورکشاپ کې د اړوندو ادارو لکه کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د سوداګرۍ خونې، اقتصاد وزارت، د جاپان د نړیوالې پرمختیا ادارې JICA ، UNDP ، د وزارت د پروګرامونو، ښځو چارو وزارت او نورو ۳۰ تنو استازو له خوا د لیتاکا ددویم پړاو اغیزناکتوب وڅيړل شو.
په بدخشان کې شهر بزرګ، په تخار کې چاه اب ، ینګي قلعه او دشت قلعه په کندز کې امام صیب او په بلخ کې خلم هغه ولسوالۍ دي چې د لیتاکا پروژې په کې پلې کیږي.
