په خوست کې ۲ کیلو متره فرعي سړک بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په بګي خیل کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۲ کیلو متره فرعي سړک او ۴ پلچکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دې پروژې په ترڅ کې ۱۲۵۹ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې د ۹۷ کورنیو ترانسپورتي ستونزې هوارې شوې.