په بغلان کې د ۲۳.۸ کیلو متره کانال جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۴:۲۹
جریان کار اعمار ۲۳.۸ کیلومتر کانال آبیاری در بغلان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر تر څار لاندې د بغلان ولایت په بغلان جدید ولسوالۍ کې د مرسي کارپس بنسټ له خوا او د KFW په مالي ملاتړ د اوبه خور د ۲۳.۸ کیلو متره کانال جوړولو کار روان دی.

د دې پروژې په تطبیق سره به ۱۱۷۰ دایمي کارونه رامنځ ته شي او ۲۸ زره او ۳۴۳ تنه به یې له ګټو برخمن شي.

یاده دې وي چې په دې کانال سره به ۱۸ زره او ۱۴۰ جریبه کرنیزه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي، او کروندو ته پر لاره به د اوبو د ضایع کیدو مخه هم ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS