په بادغیس کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۹:۱۹
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۲۵۰ خانواده در بادغیس

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په ده جیني کلي کې د ۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره په یاد شوي کلي کې د شاوخوا ۲۵۰ کورنیو لپاره په کورونو کې د څښاک پاکې اوبه په نلونو کې برابرې شوې.

د دې پروژې په ترڅ کې د ځايي خلکو لپاره په سلګونه کاري ورځې هم رامنځته شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS