په ۱۴۰۰ ل کال کې به په خوست کې د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي خوست ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ولسونو ته وویل چې دده له سفر سره هم مهاله ۲۴۲ لویې او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي چې ۷۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دی نوموړي وویل چې ددې پروژو د بشپړتیا په ترڅ کې ۲۴۴ زره کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.
ښاغلي کریمي وویل اوسمهال په خوست کې د ۲۵۶ نورو پروژو کارونه روان دي چې ۹۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د نوموړي په وینا چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به د انډولیزې پرمختیا په اډاڼه کې په خوست ولایت کې د ۱.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵۶ نورې پروژې هم پلې شي.
همدا راز به په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کار موندنې په برخه کې په ځانګړي ډول ۳۰ زره بې ځایه شویو او له نورو سیمو نه راغلیو کډوالو ته کار روزګار پیدا کړي چې دې چارې ته ۲.۴ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
د کلیو بیا رغونې سرپرست وزیر د خپل سفر په ترڅ کې په تڼیو ولسوالۍ کې د ۹۰.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی ۱۲.۹ کیلو متره سړک هم پرانست.
همدا راز یې د ښوونځيو ۴۵ نوې جوړې شوې ودانۍ د پوهنې سرپرستې وزیرې رنګینې حمیدې ته چې په دې سفر کې یې د ښاغلي کریمي ملتیا کوله وسپارلې.
سر بیره پر دې د خوست شیخ زاید پوهنتون داخلي سړکونه د څه باندې ۴۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سیمه ییز پروګرام لخوا تر اساسي جوړیدو وروسته ، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، خوست والي مهمند کټوازي، په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازو، ولایتي شورا غړو او د پوهنتون استادانو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست وزیر د خوست ولایت د ولسونو استازو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې افغانستان ۴۰ کلنې غمیزې ځپلی او زیانونه یې لا هم پر خپل ځای دي نو باید حوصله ولرو او کار وکړو د نوموړي په وینا اوسنی نسل باید قرباني ورکړي چې راروان نسل ته اباد، غښتلی، سمسور او پرمختللی افغانستان په میراث پریږدي.
ښاغلي کریمي وویل چې باید ګیلې ونکړو او نه نورو ته سترګې پر لاره پاتې شوخپله مټې رابډ وهو او کار وکړو لاسونه تڼاکې کړو او خپل کور په خپله جوړ کړو دا خو نه یو کال دی نه دوه کاله دي اونه څلور نړۍ ته به تر کومه ګورو اوس امکانات کم دی خو له همدې لږو امکاناتو بایډ کار واخلو.
ښاغلي کریمي وویل چې دی د خوست دی او سم دهقان و وايي اوس څوک خپلې ویالې په خپله نه پاکوي او نورو ته په تمه دي خپل خامه سړکونه مو په خپله جوړول حشرونه به وو چې اوس نشته نوموړي د خوست او په ټوله کې د لویې پکتیا له مشرانو وغوښتل چې څنګه یې پخوا خپلې ستونزې هوارولې یو ځل بیا دې د هیواد د ودانولو په هیله خپلې هڅې غښتلې کړي دا هیواد خپل هیواد وګڼي او دا جفرافیه خپله جغرافیه وګڼي چې دا کارونه وشي د کار حو صله پیدا کیږي، ښاغلي کریمي وویل چې د لویې پکتیا مشران باید د چا بلنې ته سترګې پر لاره پاتې نه شي او د سولې د خبرو په روان بهیر کې خپل رول ولوبوي.
