په سرپل کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو
دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبورسولو او حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند تخته کپروک او خانقاه کلي کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه ۲.۵ کیلومتره اوږدوالی، ۲۰ مترمکعبه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۱۸۲ نلکې او ۳ کیلو واټه پمپ لري چې په جوړیدو سره به یې ۱۸۲ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.