په بدخشان کې د ۳۱۴ متره محافظوي دیوال پروژه بشپړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د بدخشان ولایت د مرکز په سماتي کلي کې د ۳۱۴ متره محافظوي دیوال پروژه په پاخه او بنسټیز ډول بشپړه شوه. د دې پروژې په ترڅ کې ۳۷۴۷ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۴۲۰۰ تنه له ګټو برخمن شول.
یاده دې وي چې ددې دیوال په جوړیدو سره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه د اوسیدو کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شول.
