په سمنګان کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کرنیز کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۴:۴۱
تکمیل کار ساخت یک کانال آبیاری به ارزش ۱.۸ میلیون افغانی در سمنگان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت د خرم اوسارباغ ولسوالۍ اړوند د پس حصار کلي د پراخیتایي شورا لخوا ۲۲۰ کورنیو ته د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو مناسب امکانات رامنځته شو. دغه کانال چې ۷۵ متره په اوږدوالی لري او د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی په نوموړي کلي کې بشپر او ګټې خیستنې ته سپارل شویدی. دغه کانال ټولټال ۵۶۰ جریبه ځمکه خړوبوي او همدا شان، د محافظوي دیوال اوږدوالی یې ۳۳ متره او لوړوالی یې ۲،۵ متره دی. د یادونې وړ ده چې د دغه کانال د جوړولو په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګروته ۱۴۸۰ کاري ورځې برابرې شوې وې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS