په خوست کې د یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اسماعیل خیلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د عبدالکریم پیران په کلي کې د ۱.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۱۴ مترو په اوږدوالي یو کرنیز کانال بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. نوموړې پروژه ، چې ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۶۸ کورنۍ ترې ګټه اخلي. د یادونې وړ ده، چې ددې پروژې د جوړیدو په بهیر کې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۸۱۵ کاري ورځې رامنځته شوې دي .
