په کونړ ولایت کې د ۲۱۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۱۰:۱۷
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۲۱۰ خانواده در کنر

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ په کرکنه کلي کې نږدې د ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو په دغه شبکه کې د ۲.۱ مترو په اوږدوالي د پایپونو غځول، د ۲۰ متره مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول، د لمریزو تختو (سولرونو) او نل‌ بندانونو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره شاوخوا ۲۱۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې او دغې پروژې کاري بهیر ۱۲۰ ورځې رامنځته کړې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS