د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د نويو تولیدي ګروپونو جوړېدل

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۴:۵۱
د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د نويو تولیدي ګروپونو جوړېدل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له‌ خوا د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او احمد ابا ولسوالۍ کې ۱۷ نوي تولیدي ګروپونه جوړ شول، چې ۹ یې په ګردیز او ۸ یې په احمدابا ولسوالۍ کې فعالیت لري.

د مېرمنو دا تولیدي ګروپونه د خامک ګنډلو، له مریو څخه د تولیداتو جوړولو، د جامو په خیاطۍ، د چرګانو په فارمونو، مالدارۍ او د لاسي صنایعو په نورو سکتورونو کې بوخت دي.

د پروګرام د سیمه ییزه کارکونکو په همغږۍ، د جوړ شویو تولیداتو د پلورنې په موخه د ځینو تولیدي ګروپونو اړیکې د ګردیز بازار له عمده پلورونکو سره ټینګې شوي، چې د ښځینه جامو، خامکونو او له مریو څخه د جوړ شویو تولیداتو د پلورنې په موخه یې له سوداګرو سره قراردادونه لاسلیک کړي.

ترڅو د ګردیز سوداګر د پروګرام له تولیدي ګروپونو څخه جوړ شوي توکي په مناسبه بیه رانیسي او یا د بیاځلي لپاره تولیدي ګروپونو ته اومه مواد چمتو کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS