په ننګرهار ولایت کې د باڼس د ترویج او تشبثاتو په برخه کې د کاري بوختیاوو رامنځ ‌ته کېدل

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۳:۴
په ننګرهار ولایت کې د باڼس د ترویج او تشبثاتو په برخه کې د کاري بوختیاوو رامنځ ‌ته کېدل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼسونو د کاروبار وده او پراختیا پروژې له‌خوا د ننګرهار ولایت مرکز په ګډون په کامې او ښېوې ولسوالیو کې د دې پروژې لسګونه ګټه اخیستونکي له مارکېټ سره وصل او د دوی ۴۳ قلمه توکي بازار ته وړاندې شول.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼسونو د کاروبار وده او پراختیا پروژې د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون د کامې او ښيوې ولسواليو نارینه او مېرمنو ته د باڼس د کرنې او له دې لرګي څخه د تولیداتو د جوړولو په برخو کې د کاروبار زمینه برابره کړې، چې له دې لارې د کورنیو اړتیاوې پوره کوي.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼسونو د کاروبار وده او پراختیا پروژه کلیوالو نارینه او مېرمنو ته په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې له باڼس څخه د تولیداتو د جوړولو په برخه کې د روزنو سربېره له بازاره سره د اړیکو ټینګولو او مالي سرچینو ته د لاسرسیو په برخو کې مرستې کوي، چې په نتیجه کې یې د ننګرهار ولایت د باڼس تولیدوونکو مېرمنو خپل لاسي تولیدات سیمه ییز او ملي بازارنو ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د یادې پروژې له پیل څخه تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې ۱۵۰ تنه کلیوالو نارینه او مېرمنو ته کاروباري فرصتونه په لاس ورغلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS