په کاپیسا کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په بته زار کاریزي کلي کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړیدو کار روان دی.
دا شبکه په سولر پمپ سنباله ده او د ۲۰ مترو مکعبو په کچه د اوبو یوه هسکه زیرمه او د احاطې دیوال لري.
یاده دې وي چې د دې پروژې په بشپړتیا سره به ۳۸۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.
