په جوزجان کې د ۱۲،۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو پرمختیایي پروژو چارې بشپړې شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۰:۵۶
تکمیل کار پنج پروژه‌ی انکشافی به ارزش ۱۲.۸ میلیون افغانی در جوزجان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړولو ملي پروګرام له لوري د جوزجان ولایت په مرکز او فیض اباد په ولسوالۍ کې د ۱۲،۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو پرمختیایي پروژو چارې بشپړې شوې.

په دې پروژو کې ۳۶ پلچکونه او د ۲۱،۲ کیلومتره سړک ساتنه چې (د شبرغان ښار په قوش کول کلي کې۵،۴ کیلومتره سړک ، د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې د ۶ کيلومتره سړک، د فیض اباد ولسوالۍ په جوي وزیر کلي کې ۵ کیلومتره سړک ، د فیض اباد ولسوالۍ په خانمي ترکمنیه یي کلي ۳،۶ کیلومتره سړک او د فیض اباد ولسوالۍ په خانمي او عربیه کلي کې ۱،۰۲ کیلومتره سړک رغول شامل دي،)

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو په مټ ۸۷۵۰ کسانو ترانسپورټي ستونزې حل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS