په غور ولایت کې د ۱۴.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۴:۵۷
تکمیل کار تطبیق یک پروژه‌ی آبرسانی به ارزش ۱۴.۶ میلیون افغانی در غور

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د غور ولایت د فیروز کوه اړوند آهنګران علیا و سفلی کلي کې د ۱۴،۶ میلیونه افغانیو په لګښت سره د اوبو رسولو یوه لویه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو ددغې لویې شبکې په جوړېدو سره، چې چارې یې په درېو پړاوونو کې بشپړې شوې، د ۹۰۰ کورنیو، دوو ښوونځیو او یوې مدرسې لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د درېو ذخیرو جوړول، د څه باندې ۳،۴ کلیومتره شبکې غځول،د کورونو په داخل کې د ۴۵۵ نل‌بندانونو (شیردهن) او د نورو اړینو پُرزو نصبول شامل وو.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره څه باندې ۱۵۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS