د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او (د اسکان لپاره اغا خان بنسټ) تر منځ د هر اړخیزو همکاریو پیل
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت پیښو ته د ځواب ویلو د همغږۍ پروګرام مشرتابه د چهارشنبې پر ورځ ( تلې ۲مه) د اسکان لپاره د اغا خان بنسټ له استازو سره د هر اړخیزو همکاریو او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د بیلو پروګرامونو پر اړه خبرې اترې وکړې.
پیښو ته د ځواب ویلو د همغږۍ پروګرام رییس ښاغلي نصیر احمد پوپل (د اسکان لپاره د اغا خان بنسټ) له بشر دوستانه مرستو مننه وکړه نوموړي وویل اوس ټاکل شوې چې دا بنسټ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له ولسي تړون، کلیوالي لار جوړولو، تلپاتې انرژۍ، تکنالوژۍ پروګرامونو او نورو برخو کې خپلې همکارۍ ډیرې کړي.
د اسکان لپاره د اغا خان بنسټ اجرایه رییس ښاغلي شادمان حاجي بې کوف، هیله وښووله چې له کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سره به اوږدمهاله ګډې چارې تر سره کړي.
باید ووایو چې د اسکان لپاره اغاخان بنسټ راستنیدونکو کډوالو او په لریو پرتو کلیوالي سیمو کې میشتو خلکو ته کورونه جوړوي، د طبیعي پیښو د ځپلو سره د مرستو او نورو برخو کې به د کلیو بیا رغونې او پراختیا له وزارت سره د یاد بنسټ همکاري ډیره اغیزناکه وي.
