په کاپیسا کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ پرمختیايي پروژو کار پیل شو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۹:۵۷
آغاز کار ۱۴ پروژه‌ی زیربنایی به ارزش ۲۰ میلیون افغانی در کاپیسا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزرت له خوا په کاپیسا کې د ( له کاسا- ۱۰۰۰ څخه د ټولنې ملاتړ) تر نوم لاندې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ پرمختیايي پروژو کار پیل شو.

د استنادي دیوالونو او د اوبو د کانالانو جوړول په دې پروژو کې راځي چې ۱۷۸ شوراګانې په کې ښکیلې دي.

د کاپیسا د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس په وینا دا پروژې د کاسا- ۱۰۰۰ ثمره ده چې د کاپیسا له ۶ ولسوالیو تیریږي سر بیره د حیاتي زیربنايي پروژو په پلي کولو به په دغو ولسوالیو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او په کلیو کې به د بې وزلۍ د کچې د ښکته کولو او کارموندنې په برخه کې هم ګټورې پریوځي.

یاده دې وي چې کاپیسا ولایت د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې د لیږد دهلیز دی او د ټاکل شویو اصولو پر بنسټ دا پروژه د لیږد له کرښې دواړو غاړو ته د ۲ کیلو متره په واټن لرې پرتو سیمو ته د ښاري شبکې څخه د زیر بنايي پروژو په برخه کې بریښنا هم چمتو کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS