په غور کې د ۲۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو پرمختیايي پروژو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامو د همغږۍ دفتر له خوا د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په دهن قولاني، بیخ سنګ، خره سنګ او غیغانک کلیو کې د ۲۹.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو پرمختیايي پروژو کار پیل شو.
د ګاډو د تګ درې ۲۰ متره پلونه او ۴۱۱ متره استنادي دیوال جوړول له دې پروژو دي. چې په پیل سره یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
باید ووایو چې د یادو پلونو په جوړولو سره به ۸۰ کلي د لعل و سرجنګل ولسوالۍ له مرکز او ګاونډیو کلیو سره ونښلي، او استنادي دیوال به هم د ۴۱۱ جریبه کرنیزې ځمکې د تخریب مخه ونیسي.
