په تالقانو کې د ۵.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۰:۱۱
تکمیل کار ساخت یک شبکه آبرسانی به ارزش ۵.۶ میلیون افغانی در تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، اوبه خور او حفظ الصحې پروګرام له لوري د یونیسیف ادارې په ۵.۶ میلیونه افغانیو مرسته شویو پیسو د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو رسولو په دغه پروژه کې، چې په دوو پړاوونو کې تکمیل شوه، د یوې ۱۰۰ متره ژورې څاه کیندل، د یوې ارتفاعي ذخیرې او احاطوي دیوال جوړول، لمریزو تختو، ۲۵۹ نل‌بندانونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.
د یادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې ۳۷۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS