په تیره اونۍ کې یو ښوونځی جوړ او هیواد په ۷ ولایتونو کي د ۱۰ نورو هغو د جوړیدو چارې روانې دي

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۵:۴۲
مکاتب

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون اقرا پروګرام تر سیوري لاندې د بلخ ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یو ښوونځی جوړ شو او د کندهار ولایت په ژیړۍ، د ننګرهار ولایت په چپرهار، د زابل ولایت په شاه جوی، د بلخ ولایت په دولت اباد ، دفاریاب ولایت په بلچراغ،د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالیواو غزني ولایت  په مرکز کې د ۱۰ نورو ښوونځیو دجوړیدو کارونه پای ته نږدې شوي دي.

دا ښوونځي ۱۲، ۱۰، ۸ او یا ۶ ټولګي، تشنابونه، او د څښاک داوبو څاه ګانې لري او په جوړیدو سره به یې ۲۵ زره کاري ورځې را منځته شي.

د جوړ شوي ښوونځي په جوړیدو  سره ۳۰۰ زده کوونکیو ته دښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځته شوی او د نویو ښوونځیو په جوړیدو به ۳۵۷۳ زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۲۴
Background image

په غزني کې ۷۵۰ متره اوږد کانال جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند د خوربوته پاتو کلي کې ۷۵۰ متره اوږد کرنيز کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۴:۱۶
Background image

په نورستان کې ۵۱۰ متره اوږد اوسپنیز کانکریټي سړک جوړ شو

په نورستان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پاخه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پارون کې د ۵۱۰ مترو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۵:۲۱
Background image

په سمنګانو کې د ۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پُل جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت، حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د لوپان نو او لوپان کهنه کلیو لپاره د ۴.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د. . .

BACK TO NEWS