په کونړ کې د بولډروال د پروژې کار روان دی

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۲۰:۳۸
کنر

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په کونړ ولایت کې د سیند د اوبو د مهارولو د پروژې کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د کونړ سیند شا او خوا پرتو کلیو او کروندو ته د زیان د رسیدو د مخنیوي په موخه بولډر ډوله محافظوي دیوال جویړیږي.

د یادې پروژې په بشپړیدو سره به نه یواځې ویجاړه شوې 3600 هکټاره کرنیزه ځمکه چې 27 میلیارد افغانۍ اقتصادي ارزښت لري او د سیند د لمنې د پراخیدو له امله شاړه شوې بیرته په آبي لومړۍ درجه ځمکه واوړي بلکې دغه پروژه به چې بشپړیدو ته نږدې شوې په سیمه کې د 10,000 او 15,000 تر منځ د اوږدمهاله کاري بوختیاوو د چمتو کولو تر څنګ د مالدارۍ د کار او بار غوړیدا، مصنوعي ځنګلونو او سټروس ډوله بڼونو د جوړیدو لپاره هم لار پرانیزي.

د کونړ پر سیند د محافظوي جوړیدونکي دیوال د پیل شوې پروژې په لړ کې نږدې درې نیم سوه زره کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې نږدې دوه نیم سوه زره اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.

په هیواد کې د بهیدونکو اوبو مدیریت او ترې سالمه ګټه اخیستنه هغه لومړیتوب دی چې حکومت یې په اړه ځان ژمن ګڼي. له همدې امله د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د کونړ د سیند په دواړو اړخونو کې د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو لپاره ملا تړلې څو پدې توګه نه یواځې د دغه سیند د طغیاني کیدو له امله د سیند په شا او خوا کې پرتو کرنیزو ځمکو او کورونو ته د زیان د ور رسیدو مخه نوره ونیول شي بلکې لدغو اوبو څخه به د چاپیریال د خوندي کیدو او د ځايي اوسیدونکو د اقتصاد د پیاوړي کیدو په لار کې هم کار واخیستل شي.

کونړ د هیواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی چې شا او خوا 24600 هکټاره کرنیزه ځمکه لري. اواره ځمکه یې د درو په منځ کې پرته ده، د سیند میلان یې ډیر دی له همدې امله د اوبو د ډیریدو په موسم کې شا او خوا سیمو ته زیان ور اړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS