په بلخ ولایت کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کانال پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۴ - ۹:۳
بلخ

په بلخ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال پروژه چې نږدې ۲ میلیون افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د نهر شاهي ولسوالي په کمپیرک کلي کې د ۱۸۳ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې د کرنې د نړیوال پرمختیايي صندوق له لوري تمویل شوې ۱۳۴۱ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۴۶۴ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمیر کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS