په غور کې د ۲۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۴ شبکو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام تر سیوري لاندې د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ۲۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۴ شبکو کار پیل شو.
ددې پروژو په پلي کیدا سره به ۱۰ زره او ۹۷۴ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.