په ننګرهار کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بیا رغول کیږي

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۰:۱۷
ننگرهار

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست کلیوالي سیمو ته د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام RU-Watsip له لوري په دوربابا ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په ترمیم سره نږدې ۳۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
د اوبو رسولو دغه شبکه په ۲۰۰۱ کال کې د ډآکار خیریه موسسې له لوري جوړه شوې چې د نږدې ۴۰۰۰ متره لرې فاصلې څخه یی د چینو اوبه د دوربابا ولسوالۍ یوشمیر کلیو ته رسولې خو د وخت په تیریدو سره ددې شبکې ډیرې برخې تخریب شوي چی اوس یو ځل بیا د کلیو پراختیا ریاست له لوري د مالیې وزارت له بودیجې څخه ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت یې د چینې ساختمان ، دوه ذخیرې، یو د فشار ماتوونکی ساختمان او ۳۴۶۶ مترو په اوږدوالي سره د نوې پایپ اخیستل شامل دي چې ددې پروژې په تکمیلدو سره به نږدې ۳۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS