د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې ۵ عام المنفعه بیلابیلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۹:۳۴
ننگرهار

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام ۵ عام المنفعه بیلابیلې پروژې د نږدې ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ننګرهار په شینوارو ولسوالیو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د نږدې ۱۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت بیلابیلې عام المنفعه نورې پروژې د بشپړیدو په حال کې دي.
د دغو پروژو په لړ کې نږدې ۶۴ زره کاري ورځې رامنځته او نږدې ۹۰ زره ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.
دغه پروژې چې له ملي بودیجې او ایټالیا له لوري تمویل شوي په ترڅ کې یې د اوبو لګولو کانالونه او استنادي دیوالونه جوړ شوي چې د عام المنفعه بیلابیلو ودانیو تر څنګ یې ګڼ شمیر کرنیزه ځمکه هم د سیلابونو له اټکلي زیان څخه ژغورلې ده.
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام په راتلونکي کال کې هم په پام کې لري چې د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې د عام المنفعه بیلابیلو پروژو د تطبیق لار پرانیزي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS