د مېرمنو د نړیوالې اونۍ د نمانځغونډې په‌مناسبت نندارتون کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ګټه اخیستونکو ګډون

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۵:۱۴
وی آر دی پی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د مېرمنو د نړیوالې ورځ په مناسبت د کار، تحصیل او لاسي صنایعو جوړ شوي نندارتون کې، چې د صیام بزنس شرکت له لورې پیل شو، د ګډون په موخه لس تنه ګټه‌اخیستونکې کابل ته راوبللې.
په‌دې نندارتون کې چې د کابل په انترکانټېننټال هوټل کې له ۳۰ څخه د ډېرو دولتي او غېر دولتي بنسټونو په ګډون د مارچ د میاشتې له پنځمې څخه تر اتمې نېټې دوام لري. د هېواد له مختلفو سیمو څخه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام  رابلل شويو ښځینه ګټه اخیستونکو هم خپل کلیوالي تولیدات نندارې او پلورنې ته وړاندې کړي. یاد نندارتون به په پلازمېنې کابل کې دوه ورځې نور هم روان وي.
د نندارتونونو جوړول د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام  یو له اساسي فعالیتونو څخه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS