په کندهار کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه
په کندهار ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کاریز پروژه چې څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ پرې لګیدلي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې په لړ کې د اوبو لګولو د کاریز څاه ګانې، د ۲۰۶ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال او د اوبو زیرمتون د یاد ولایت د تخته پل ولسوالۍ په برج کلي کې په پاخه ډول جوړ شوي دي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۴۸۲۸ کاري ورځې رامنځ ته شوې او د سیمې ۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه یې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستې چې ۴۲۷ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.
