په سرپل کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاري بریښنا د یوې شبکې د غزولو کار بشپړ شوی دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لخوا د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاري بریښنا د یوې شبکې د غزولو کار د سرپل ولایت د مرکز اړوند د بغاوي علیا کلي د پراختیایي شورا له لوري بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د نوموړې پروژې د جوړولو په ترڅ کې د ۲۱۰۵ متره اوږد د ۲۰ کیلوولټه مزي او د ۳۶۶۰ متره اوږد د صفر اعشاریه ۴ کیلو ولټه مزي د غځولو لپاره د ټي پي او اس پي ډوله ۵۴ پایې، نصب شوې دي. همدا رنګه نوموړې پروژه د ۱۶۰ کیلو ولټه امپایر په ظرفیت ۲ ټرانسفارمرونه لري چې د پروژې په بشپړیدو سره ۱۵۳ کورنيو ته د برېښنا څخه د ګټې اخیستنې د لاسرسي زمینه برابره شوې ده. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د جوړیدو په بهیر کې د ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو لپاره ۶۱۲ کاري ورځې هم منځته راغلې وې .