ښځه هم کولای شي!

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۲۱:۱۹
زن میتواند

فریده د پنځو بچیانو مور ده. ۷ کاله دمخه هغه مهال چې مشر اولاد یې لس کلن وو، خاوند یې له لاسه ورکړ.
د فریدې خاوند د لارۍ چلوونکی و او په یوې ترافیکې پيښې کې یې له دې فانې نړۍ سترګې پټې کړې وې.
هغه وایي: کله چې زما خاوند وفات شو، زما د کورنۍ او بچیانو لګښت مې مشر ورور پرې کولو. د وخت په تېریدو د هغه په رویې کې هم بدلون راتللو او دا حالت راته ډېر دردوونکی و. شپه او ورځ به مې د خاوند په بیلتون کې ژړل او دا چې هېڅ عاید مې نه درلوده، چې بچیان ښوونځي ته ولیږم نو په دې به ډېره ځوریدم.
د فریدې په وینا له دې وړاندې چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د دوی کلي ته راشي، فریدې ډېر سخت ژوند تیرولو. لېکن کله چې له پروګرام سره په سپماګروپ کې یوځای شوه د هېلو یوه دریڅه ورته پېدا شوه او په دې فکر کې شوه، چې څنګه کولای شي یو ښه عاید لرونکی کاروبار پېل کړي.
هغه چې د ارام د ګروپ غړې ده، د لومړي ځل لپاره یې له خپل ګروپ څخه څلور زره افغانۍ پور د یوې کوچنۍ هټۍ د جوړولو لپاره واخیستې چې په دې پیسو یې یوه کوچنۍ هټي د حویلۍ څخه بهر د لویې دروازې ترڅنګ جوړه کړه.
د فریدې دولس کلن مشر ځوی موسی نیمه ورځ ښوونځي ته ځي او پاتې وخت بیا په هټۍ کې ناست وي، فریده وایي: د دې هټۍ له جوړولو وروسته چې کله پلورنه یو څه ښه شوه، لږ لږ یې د پیسو په سپمولو پېل وکړ او په دې پیسو یې یوه خوسۍ رانیوله، هوډ لرم چې د دې شیدې هم د پلورنې په موخه هټۍ ته ولیږم؛ چې زما ځوی ډېره ګټه پکې وکړي.
فریده وايي څه موده وړاندې کله چې زما لورکۍ اتلس کلنه شوه، له ما څخه یې وغوښتل چې هغه هم د سپما په یو ګروپ کې داخله کړم؛ ما د هغې خبره ومنله او هغه مې د ګاونډي کلي په سپما ګروپ کې داخله کړه. د هغې په وینا اوس د هغې لور راحیل د ګاوندي کلي د سپماګروپ غړې ده، چې ګروپ یې د (یاران) په نامه یادیږي. د دې لپاره چې راحیله هم له خپل ګروپ څخه د ورور د هټۍ لپاره پور ترلاسه کړي.
فریده چې اوس یې د پخوا په پرتله ډېره خپلې روښانه راتلونکې ته هیله منه ده، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام له رهبرۍ څخه په دې منندویه ده؛ چې پخپله هغې او د کلي نورو مېرمنو ته یې داسې کاري فرصتونه چمتو کړي دي.
فریده او د ګروپ غړي یې وایې: مخکې له دې چې پروګرام زموږ کلي ته راشي، موږ به یواځې د کور په کارونو بوختې وو او له هغو پرته مو آن په فکر کې هم هېڅ کاروبار نه و، لېکن اوس چې موږ د کلي مېرمنو ته څرګنده کړه چې موږ هم کولای شو؛ چې کاروبار ولرو او د خپلو نارینه و ترڅنګ اوږه په اوږه د ژوند د اړتیاو په برخه کې د هغوی مرسته وکړو .
هغې وویل: «موږ همت کوو او د دې پرځای چې بې روزګاري وزغمو، په بې وزلۍ او فقر کې ژوند وکړو، پخپلو پښو دریږو او د خپلو نارینه و ترڅنګ اوږه په اوږه کار کوو او ټولو ته دا په ډاګه کوو چې ښځې هم کولای شي خپلې کورنۍ ته حلالې پیسې پيدا کړي» فریدې دا وویل او ما هم ولیکل، ترڅو نور یې هم ولیکي او یوه ورځ داسې هم راشي چې ټول ووايي: (ښځې هم کولای شي!)

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۴:۴۵
Background image

په میدان وردګ کې د ۴۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۱ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په میدان وردګ ولایت د ۴۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۱ ښوونځیو د جوړولو کار روان دی.

په پام کې ده چې د. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشیر کې د ۷ کیلومتره سړک د سروې چارې پیل شوې

د پنجشیر ولایت د رخې ولسوالۍ  له درخیل سیمې تر ګلزنګ سیمې پورې د ۷ کیلومتره سړک د پخولو د سروې چارې پیل شوې.

د ا سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې د ملي پروګرام. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

په بغلان کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۰۰متره ګبیوني دیوال د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر له لوري د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۰۰متره ګبیوني دیوال د. . .

BACK TO NEWS