ښځه هم کولای شي!

Ehsan_admin
Sat, Jul 11 2020 4:49 PM
زن میتواند

فریده د پنځو بچیانو مور ده. ۷ کاله دمخه هغه مهال چې مشر اولاد یې لس کلن وو، خاوند یې له لاسه ورکړ.
د فریدې خاوند د لارۍ چلوونکی و او په یوې ترافیکې پيښې کې یې له دې فانې نړۍ سترګې پټې کړې وې.
هغه وایي: کله چې زما خاوند وفات شو، زما د کورنۍ او بچیانو لګښت مې مشر ورور پرې کولو. د وخت په تېریدو د هغه په رویې کې هم بدلون راتللو او دا حالت راته ډېر دردوونکی و. شپه او ورځ به مې د خاوند په بیلتون کې ژړل او دا چې هېڅ عاید مې نه درلوده، چې بچیان ښوونځي ته ولیږم نو په دې به ډېره ځوریدم.
د فریدې په وینا له دې وړاندې چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د دوی کلي ته راشي، فریدې ډېر سخت ژوند تیرولو. لېکن کله چې له پروګرام سره په سپماګروپ کې یوځای شوه د هېلو یوه دریڅه ورته پېدا شوه او په دې فکر کې شوه، چې څنګه کولای شي یو ښه عاید لرونکی کاروبار پېل کړي.
هغه چې د ارام د ګروپ غړې ده، د لومړي ځل لپاره یې له خپل ګروپ څخه څلور زره افغانۍ پور د یوې کوچنۍ هټۍ د جوړولو لپاره واخیستې چې په دې پیسو یې یوه کوچنۍ هټي د حویلۍ څخه بهر د لویې دروازې ترڅنګ جوړه کړه.
د فریدې دولس کلن مشر ځوی موسی نیمه ورځ ښوونځي ته ځي او پاتې وخت بیا په هټۍ کې ناست وي، فریده وایي: د دې هټۍ له جوړولو وروسته چې کله پلورنه یو څه ښه شوه، لږ لږ یې د پیسو په سپمولو پېل وکړ او په دې پیسو یې یوه خوسۍ رانیوله، هوډ لرم چې د دې شیدې هم د پلورنې په موخه هټۍ ته ولیږم؛ چې زما ځوی ډېره ګټه پکې وکړي.
فریده وايي څه موده وړاندې کله چې زما لورکۍ اتلس کلنه شوه، له ما څخه یې وغوښتل چې هغه هم د سپما په یو ګروپ کې داخله کړم؛ ما د هغې خبره ومنله او هغه مې د ګاونډي کلي په سپما ګروپ کې داخله کړه. د هغې په وینا اوس د هغې لور راحیل د ګاوندي کلي د سپماګروپ غړې ده، چې ګروپ یې د (یاران) په نامه یادیږي. د دې لپاره چې راحیله هم له خپل ګروپ څخه د ورور د هټۍ لپاره پور ترلاسه کړي.
فریده چې اوس یې د پخوا په پرتله ډېره خپلې روښانه راتلونکې ته هیله منه ده، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام له رهبرۍ څخه په دې منندویه ده؛ چې پخپله هغې او د کلي نورو مېرمنو ته یې داسې کاري فرصتونه چمتو کړي دي.
فریده او د ګروپ غړي یې وایې: مخکې له دې چې پروګرام زموږ کلي ته راشي، موږ به یواځې د کور په کارونو بوختې وو او له هغو پرته مو آن په فکر کې هم هېڅ کاروبار نه و، لېکن اوس چې موږ د کلي مېرمنو ته څرګنده کړه چې موږ هم کولای شو؛ چې کاروبار ولرو او د خپلو نارینه و ترڅنګ اوږه په اوږه د ژوند د اړتیاو په برخه کې د هغوی مرسته وکړو .
هغې وویل: «موږ همت کوو او د دې پرځای چې بې روزګاري وزغمو، په بې وزلۍ او فقر کې ژوند وکړو، پخپلو پښو دریږو او د خپلو نارینه و ترڅنګ اوږه په اوږه کار کوو او ټولو ته دا په ډاګه کوو چې ښځې هم کولای شي خپلې کورنۍ ته حلالې پیسې پيدا کړي» فریدې دا وویل او ما هم ولیکل، ترڅو نور یې هم ولیکي او یوه ورځ داسې هم راشي چې ټول ووايي: (ښځې هم کولای شي!)

Latest news

Wed, Sep 23 2026 5:41 AM
Background image

معین امور آبادی دهات وزارت احیا و انکشاف دهات از دریای کنر دیدن نمود

بر اساس حکم ریاست‌ الوزراء امارت اسلامی افغانستان و فیصله معاونیت اقتصادی، وزرای محترم وزارت ‌های آب و انرژی، زراعت و مالداری، صنعت و تجارت، و الحاج محمد ارسلاح خروتی معین امور آبادی. . .

Mon, Aug 31 2026 6:43 AM
Background image

Coordination meeting held with representatives of institutions by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

A coordination meeting, led by His Excellency Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, was held this morning with representatives of. . .

Sun, May 17 2026 8:01 AM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development met with the Ambassador of China and his accompanying delegation.

Honorable Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with Mr. Zhao Xing, the Ambassador of China to Afghanistan, along. . .

BACK TO NEWS