په ۱۳۹۹ کال کې یونېسف کلیوالي سیمو ته د پاکو اوبو رسولو په برخه کې د شاوخوا ۱۰ مېلیونه ډالرو مرسته کوي

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۰:۳۱
ملاقات

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، نن سه شنبه د افغانستان لپاره د یونېسف نړیوالې ادارې نوي ټاکل شوي رئیس ابوبکر کامپو سره ولیدل.
په پیل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د یونېسف نوي رئیس ته د پوره همکارۍ او د ګډ کار لپاره د اغېزمنو پروګرامونو ډاډ ورکړ.
ښاغلي کریمي زیاته کړه، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت توانیدلی چې د یونېسف په ملاتړ روان کال له اوه سوه زره زیاتو هېوادوالو ته د پاکو اوبو اسانتیا برابره کړي.
ورپسې د ملګروملتونو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق رئیس ابوبکر کامپو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له مؤثرو او باکیفیته فعالیتونه مننه او ستاینه وکړه چې له امله یې د مرستو ډېرولو او هراړخیز ملاتړ ژمنې تازه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان لپار د یونېسف ادارې رئیس له کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره په ۱۳۹۹ کال کې کلیوالي سیمو ته د پاکو اوبو رسولو لپاره د لس مېلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم، د دغه وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې، د څارنې او ارزونې ریاستونو انجنیرانو د قادس ذخیروي بند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

BACK TO NEWS