په کونړ ولایت کې د محافظوي دیوال پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۲۱:۳۶
کنر

په کونړ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال پروژه چې څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د نورګل ولسوالي په بیلې کلي کې د ۵۴۰ مترو په اوږدوالي بولډر ډوله محافظوي دیوال جوړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۱۱۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۰۳۸ اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمیر کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شویده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر له مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت له ښاروال، اداري اصلاحاتو ، پېښو په وړاندې د مبارزې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

BACK TO NEWS