په کندهار کې د ۳۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴ کیلو متره سړک د جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروگرام له لوري د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په تریاک بابا کلي کې د ۳۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴ کیلو متره سړک د جوړولو کار عملاً پیل شو.
ددې سړک په بشپړېدو سره به د ممهمند، تریاک بابا، انارباغ او مرغان کیچه کلیو ۵ زره اوسیدونکي به د ژوند د لومړنیو اسانتیاو څخه برخمن شي او د سیمې کاریګرو ته به ۳۲۰۰ کاري ورځې رامنځته شي.
