په کندهار کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۳۹
قندهار

په کندهار ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کاریز پروژه چې څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ پرې لګیدلي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې پروژې په لړ کې د اوبو لګولو د کاریز څاه ګانې، د ۲۰۶ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال او د اوبو زیرمتون د یاد ولایت د تخته پل ولسوالۍ  په برج کلي کې په پاخه ډول جوړ شوي دي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې  ۴۸۲۸ کاري ورځې رامنځ ته شوې او د سیمې ۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه یې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستې چې  ۴۲۷  ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

په کونړ کې د ۹۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیایي پروژو کار پیل او بشپړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲.۱۴ کیلومتره بولډروال د جوړولو چارې بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۳۴
Background image

په بلخ کې د ۴.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ په بلخابي کلي کې د یونیسیف نړیوالې ادارې په مالي مرسته د ۴.۶. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۱۹
Background image

په زابل کې د اوبو لګولو کاریز د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د زابل ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه ناصرانو کلي کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز څاه ګانې او د. . .

BACK TO NEWS