په کندهار کې د تدارکاتو په اړه روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري په کندهار ولایت کې د پروګرام سیمه ییزه کارکوونکو ته په تدارکاتي چارو کې یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
په دې زوزنه کې د بېرته راستنېدونکو د تشبثاتو د پرمختیا او په افغانستان کې د باڼس د ودې او پرمختیا پروژو کارکوونکو هم کډون درلوده، چې شمېر یې ۱۶ تنو ته رسیده.
دغه روزنیز ورکشاف کې د تدارکاتو په لارو چارو، داخلي کنټرول او د نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د روزنې برخوالو ته معلومات وړاندې شول.