په کندهار کې د اوبه خور د ۳ کیلو متره کانال کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په سرپوزه سیمه کې د اوبه خور د ۳ کیلو متره کانال جوړولو کار روان دی.
دا کانال په څلورو فرعي کانالو یانې ( رمباسي، ناکودک، تیموریان او ده باغ) کانالونو ویشل کیږي چې په جوړولو سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي او کروندو ته د اوبو لیږدولو د ضایعاتو مخه به ونیول شي.
