په کندهار کې داوبو لګولو یو کانال بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۹:۳۰
کندهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د نایب خیلو پراختیایي شورا لخوا د اوبو لګونې ترڅنګ د بندونو (حقابو) جوړولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شوه. د نوموړي پروژې په بشپړیدو سره د نوموړي کلي د اوبو د ویش ستونزه حل شوه او د دوی د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شوه. د دې پروژې لپاره ۱ میلیون او ۷۹۳ زره افغانۍ لګول شویدې چې ۱۵۶ کورنۍ ترینه ګته اخلي، د نوموړي کانال اوړدوالي ۱۸۲۰ متره دی او د حقابو شمیر ۱۹ دی چې د کلیوالو ۱۴۵ جریبه ځمکه خړوبوي. د یادونې وړ ده چې د پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۶۳۹ کاري ورځې رامنځته شویدي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS