په کندهار ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۳:۵۲
کندهار

په کندهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کاریز پروژه چې څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ پرې لګیدلي بشپړه شوه.
د دغې پروژې په لړ کې د اوبو لګولو د کاریز څاه ګانې، د اوبو لګولو کانال او د اوبو زیرمتون د یاد ولایت د تخته پل ولسوالي په حاجي علي شیر کلي کې په پاخه ډول جوړ شوي دي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې  ۳۸۳۱ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۷۵ جریبه کرنیزه ځمکه یې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستې چې  ۵۲۷  ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS