په کندز ولایت کې د کاسا ۱۰۰۰ حمایتی پروگرام د پراختیایي شورا د ټولنیزو کار کوونکو په مرسته د شورا غړو او کلیوالو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۱۰:۳۹
کندز

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د قره کوترمهء افغانیه پراختیایي شورا د کاسا ۱۰۰۰ حمایتي پروګرام د ټولنیزو کارمندانو په ملګرتیا د کرونا ویروس د خطرونو او له هغې څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوی د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو.

د يادی شورا غړو او کليوالو د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې په خپله برخه کې به د کرونا د مخنيوي په اړه خپل مسئوليت ادا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS