په کاپیسا کې د ۴۴۴ متره اوږد استنادي دیوال کار پای ته نږدې شوی دی

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۴:۳۷
کار ساخت ۴۴۴ متر دیوار محافظتی در کاپیسا ۹۰ درصد پیش رفته است

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ په کالوته تاجکي کلي کې د ۴۴۴ متره اوږد او ۵ متره لوړ استنادي دیوال کارچې په پاخه او بنسټیز ډول جوړیږي ۹۰ سلنه مخکې تللی دی.

د دې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې ۱۳۲۴ کاري ورځې رامنځ ته شوي چې په بشپړتیا سره به یې د سیمې ۱۶۳۵ اوسیدونکي ددغه دیوال له ګټو برخمن شي، باید ووایو چې په دې پروژې سره نه یوازې دا چې ۳۰۰ جریبه ځمکه او باغونه د موسمي سیلابونو له ګواښه خوندي کیږي بلکې له سیلابونو څخه د خلکو د کورونو ساتنه هم کوي.

د کالوته تاجکي کلي د پرمختیايي شورا د رییس حاجي فضل محمد په وینا دې پروژې یو شمیرسیمه ییزوښځو ته په کور دننه د ګبیون د بوڼلو کار هم پیدا کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS