په کاپیسا کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۳۰۹ خانواده در کاپیسا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌ا لصحې د پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي اړوند رستم‌خېلو کلي کې د نږدې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ددغې شبکې په جوړېدو سره د ۳۰۹ کورنیو او اوو جوماتونو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د څه باندې ۶،۶۰۰ متره اوږدې پایپونو د شبکې غځول، د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول، د ۱۸ لمریزو ښیښو (سولرونو) او نورو اړینو پُرزو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره په سلګونه کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS