په کابل کې د ۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو دوه شبکې بشپړې شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په قطغان او عبدالرحیمزيو کلیو کې نیږدې د ۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو دوه شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه شبکې د ۳.۰۳۸ کیلو متره او ۲.۰۴۸ کیلومتره اوږدوالي لري، چې د جوړيدو په بهیر کې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۹۴۶ کاري ورځې رامنځته شوې او د سیمې ۵۹۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې دي.
